AGRICULTURE IN AFGHANISTAN کرنه په افغانستان کی
د کرنی ګټی
-
حیواناتو لپاره په شمول د انسان اولیه اساسی موادو (خواړه، د واسیدلو لپاره ځای کور یا سرپناه، جامی یا کالی) منبع ګڼل کیږی.
-
د چاپیریال د ککړتیا څخه مخنیوی کوی، ځکه مضره مواد جذبوی (ګرد او غبار او داسی نور)، او د ورځی لخوا اکسیجن تولیدوی چی د ژوندی پاتی کیدلو لپاره یواځینی مرجع بلل کیږی.
-
د یوه شخص، کورنی، په تیره بیا د یوه مملکت د اقتصاد د لوړوالی او په خپلو پښو دریدلو غوره منبع ګڼل کیږی.
-
یو شمیر ډیرو خلکو ته د کار زمینه برابریدای شی، چی دا کیدای شی په مختلفو مراحلو کی ( د ځمکی د تیارولو څخه نیولی، د تخم په لاسته راوړلو کی، د کر وخت کی، د کرنیزو عملیاتو په وخت کی تر محصول ټولولو، د محصول ټولولو په وخت کی، بیا د هغه نه وروسته د محصول ذخیری، انتقال او پروسس په دوران کی.
-
اتموسفیر ته د هغی د رطوبت د رفع لپاره ( په اتموسفیر کی د رطوبت د توازن ساتلو لپاره) د یوه انتقال کوونکی په حیث کار کوی.
-
د مرغانو او غیر اهلی حیواناتو (حیات وحش) لپاره خواړه او د اوسیدلو ځای برابروی.
-
د ونو په کرلو سره په اتموسفیر کی د اکسیجن او کاربن دای اکساید د غلظت انډول متناسب ساتی.
-
د سوند د توکو په حیث ترینه استفاده کیدای شی.
-
انتقالی (د حمل او نقل) وسایط ترینه جوړیدای شی.
-
حیوانات چی د انسانانو د خوړو لپاره یوه غیر مستقیمه منبع ګڼل کیږی له دی کرل شویو بوټو څخه استفاده کوی.
-
بوی لرونکی مواد عطریات ترینه تولیدی دای شی.
-
د عاید د لاسته راوړلو لپاره یوه ښه منبع ګڼل کیږی.
-
د صنعت لپاره ښه زمینه ترینه برابریدای شی، د کرنیزو تولیداتو څخه په پروسس کی استفاده کولی شو.
-
د طبیعی آفتونو لکه د سیلابونو د ضرر اثر تر ډیره بریده کموی.
-
د پارکونو، درو او د سرکونو په غاړه د زینت لپاره ترینه ښه استفاده کیږی.
-
د کورونو د زینت لپاره او د پردی په شکل ترینه استفاده کیږی.