AGRICULTURE IN AFGHANISTAN کرنه په افغانستان کی
د ونو اهمیت
ونی د انسان ړومبنی ضروری مواد چی عبارت دی له خوړو، جامو او استوګنځی څخه برابروی. انسانان چی د غذائی موادو منابعو (کاربوهایدریت، پروټین، غوړی، منرالونه، ویټامینونه، فایبر او داسی نور) څخه چی د ورځنی ژوند د تیرولو لپاره ترینه ګټه اخلی، چی دا منابع ددوی او داسی نورو حیواناتو د ودی، پراختیا او د ژوند د تداوم لپاره ضروری ګڼل کیږی دا منابع په مستقیم او غیر مستقیمه توګی سره له نباتاتو څخه لاسته راځی.
په مستقیمی توګی: ددی بوټو یا ونو مختلفی برخی لکه میوی، دانی، پاڼی او داسی نورو څخه ګټه اخلی.
او په غیر مستقیمی توګی سره: د څارویو تولیدات لکه شیدو، غوښی، هګیو او داسی نورو څخه ګټه اخلی چی څاروی دا تولیدات د بوټو (ونو) څخه په ګټه اخستنی تولیدوی.
ونی د انسانانو، څارویو او حتی د بعضی بوټو د ژوند لامل ګڼل کیږی، ځکه ونی د زهر لرونکو ګازونو لکه کاربن دای اکساید او داسی نورو په جذب او د اکسیجن په تولید سره د انسانانو او څارویو یو له اساسی ترینو ضروریاتو څخه ګڼل کیږی مرفوع کوی، چی دا د انسان د ژوند د دوام او د طبیعت د سالم جریان سبب کیږی. د ونو کمبود او د ځنګلونو له منځه وړل مخصوصا په دی پیړی (وخت) کی د انسان او د حیوان د نسل د له منځه تللو سبب کیدای شی.
ونی اکسیجن تولیدوی [یوه رسیدلی (پخه) پاڼی لرونکی ونه په یوه موسم کی په هغه کچه اکسیجن تولیدوی چی په یوه کال کی ترینه لس کسان د سا اخیستنی لپاره ګټه اخلی] او کاربن دای اکساید جلا یا ګوښه کوی. [۱]
ونی دهوا په پاکوالی کی دباد په پواسطه د منتقله ذراتو دمخنیوی، د تودوخی په لږولو اود هوا د ککړونکو موادو لکه د کاربن مونو اکساید، سلفردای اکساید او نایتروجن دای اکساید دجذب پواسطی سره مرسته کوی.
ونی د اوبو او د هوا په تغییر او تبدیل او اعتدال کی ډیر مهم رول لوبوی. د ځنګلونو تشکیل او پرمختیا نه تنها په هوا او اوبو مثبتی اغیزی لری، همدارنګه د مرغانو، اهلی او وحشی حیواناتو په خپرولو کی مهم رول لوبوی او نهایتا در طبیهت په دوران کی ډیر مهم رول لری.
ونی د خاص او لوړ اقتصادی ارزښت درلودونکی دی د مثال په توګه د هغوی څخه د کاغذ، نقلیه وسایلو ... په جوړولو کی کار اخستل کیږی.
ونی د لوړ طبی ارزښت درلودونکی دی په طبابت کی په مستقیمه توګه مریضانو ته یی سپارښتنه کیږی او په غیر مستقیمه توګه د درملو په جوړیدو کی ترینه کار اخستل کیږی. د مثال په ډول ښه عفونی کونکی ماده د سدر او د سنځلی د ونی له پاڼو څخه په لاس راځی، د ویښتو ښه رنګ د نیکروزو د ونی (Balsam) څخه په لاس راځی او داسی نور مثالونه.
له ونو څخه د خوشبویه موادو (عطرونو) په جوړولو کی ګټه اخستل کیږی چی غوره خوشبویه مواد د نښتر دونی د لرګی څخه په لاس راځی او بهترین ډوله عطر د خستګی د لیری کولو لپاره د سپر د ونی (Cedar) څخه په لاس راځی.
اتموسفیر ته د هغی د رطوبت د رفع لپاره ( په اتموسفیر کی د رطوبت د توازن ساتلو لپاره) د یوه انتقال کوونکی په حیث کار کوی.
ونی د پردی او بادماتونکی په توګه استعمالیدای شی.
ونی سیوری کوی او هوا سړوی.
ونی کولی شی دزینتی بوټو په توګه استعمال شی.
ونی د ژوندیو ژوو تنوع ډیروی ( د بوټو تنوع او ژوو د اوسیدو لپاره ځای جوړوی)
ونی د خاوری توږنه (احتکال) کنټرولوی دمثال په ډول د سیلاب څخه مخنیوی کوی یعنی د ځمکی په سر داوبو سرعت کموی او داوبو پواسطه د خاوری تخریب کنټرولوی.
ونی د غالمغال څخه لاس ته راغلی ککړتیا کنټرولوی.
ونی نایټریټونه په ځمکه کی نصبوی چی دا خاوره د نورو بوټو لکه د سبو د ودی لپاره ښیرازه کوی.
ونی د یوه ډګر (ساحی) داوبو کیفیت لوړوی.
ونی د کوچنیانو د زده کړی او لوبو لپاره غوره او ښایسته ځایونه جوړوی.
ونی غذائی مواد (سره) تولیدوی. د منی په موسم کی بزګران، بڼوالان او داسی نور د ونو او بوټو د ولیدل شویو برخو لکه پاڼو او داسی نورو برخو څخه پر ځمکی ګټه اخلی. چی په منی کی دا د بوټو د ولیدل شویو برخو څخه پر ځمکه سره تولیدیږی چی هیومس نومیږی چی دا هیومس کلوئیدی ځانګړنه لری چی دا ماده د خاوری د اوبو د جذب او ساتنی پیاوړتیا زیاتوی. چی دا هیومس همدارنګه د خاوری معدنی مواد جذبوی چی د هغوی د بی ځایه تګ څخه مخنیوی کوی. نو د همدی لپاره هیومس له خاوری سره ګډوی ترڅو غذائی مواد د بوټو د ودی لپاره تأمین کړی.
ونی د عاید د لاسته راوړلو لپاره یوه ښه منبع ګڼل کیږی.
د ونو په کر یو شمیر ډیرو خلکو ته د کار زمینه برابریدای شی، چی دا کیدای شی په مختلفو مراحلو کی لکه ( د یوی ونی لپاره د ځمکی د تیارولو په وخت کی، د تخم په لاسته راوړلو، د کر په وخت، د کرنیزو عملیاتو په وخت کی تر محصول ټولولو، د محصول ټولولو په وخت کی بیا د هغه څخه وروسته د محصول ذخیری، پروسس اوانتقال په جریان کی برابره شی.
ونی د یوه شخص، کورنی، په تیره بیا د یوه مملکت د اقتصاد د لوړوالی او په خپلو پښو دریدلو غوره منبع ګڼل کیږی.
اخځونه:
[1] Helmenstine, A., Marie, (2011) “how much oxygen does one tree produce”, [Online: web], accessed on 27 May 2014, URL: http://chemistry.about.com/b/2011/04/26/how-much-oxygen-does-one-tree-produce.htm